فنولوژي
زبان، ژبه:
· يک توتته ګوشت است که در دهن موقيعت دارد (يوه ټوټه غوښه ده چي په خوله کې پرته ده)
· بمعني قول وعده است (ژبه د قول او وعدي په معني هم راځي)
مفهوم:
ژبه د يو لړوئيزو او آوريزو آوازونو مجموعه ده چي د ا نسان د صوتي جهاز په واسطه په اداري ډول توليديږي، او په دي ډول يو قراردادي، اکتسابي، سمبوليک او رمزي سيستم دي چي د تاريخ په اوږدو کې د انسانانو تر مينځ د پوهولو او راپوهولو لپاره استعماليږي.
Ø لړ : مجموعه اوازها، د غږونو مجموعه مثلاْ ( دا زما کتاب دي)
Ø وئيز : ګفتن
Ø اوريز : شنيدن
قراردادي : قرارداد بين اسم چيز و مردم ( مثلاْ: اګر کسي کدام چيزي را اختراع ميکند و يک نام ګذاري ميکند همان اسم و يا نام بايد مردم قبول کند) يعني قرارداد بين جورکننده و مردم همان اسم چيز است.
کسبي : وقتيکه کدام طفل در يک خانه تولد ميشود هيچ ګپ نميزند و در اجتماع (چهار اطراف) خود ياد ميګيرد بمعني کسب ميکند.
سمبوليک : قلم شکل قلم است يعني ( اګر کسي اسم يا نام يک چيزي را بګوئيد شکل (سمبول) همان چيز در ذهن مان جور ميشود.
رمز : نوشتن سمبول ( رابطه بين شي و ګوينده يا شنوينده)
په پښتو ژبه کې مونږ ۵ قيسمه (يا ګاني) لرو...
1. ی نرمه يا ==== مني، ژمي، اوړي
2. ي سخته يا ==== دښمني، دوستي
3. ۍ لکۍ داره يا ==== ډوډۍ، لکۍ، کړکۍ ( په اسمونو کي اکثراْ استعماليږي)
4. ې اوږده يا ==== شدې، مستې، ادې
5. ئ امزه داره يا ==== په فعلونو کې راځي
په پښتو ژبه کې اصلي توري.
1. ټ
2. ډ
3. ړ
4. ږ
5. ڼ
6. ښ
7. ځ
8. څ
عبارت او جمله...
عبارت : عبارت يوه نا تکميله جمله ده چي يو د بل پ ملاتړ دي مثلاْ : څلو کتابونه
جمله : جمله يوي مکملي خبري ته وايو چي معني ولري مثلا : ځه څلور کتابونه لرم
يوه جمله دوه برخي لري.
1. مبتدا
2. خبر : در زبان پشتو هميشه خبر از نګاه ( و عدد) به مبتدا ضرورت است
په پښتو ژبه کې پنځه تسميه (يا ګاني) موجودي دي...
سړۍ : ځړه ښځه چي کله د نر غوندي کار کوي يا ډير عمر ولري...
1. ي نرمه يا هميشه نرمه تلفظ کيږي (سړي، منګي، پسرلي احمد يو وري لري)
2. ي څرګنده يا سخته ي هميشه څرګنده تلفظ کيږي دښمني، دوستي، روري، ښادي
3. ۍ لکۍ داره يا زورکي يا ( په اسميه ځاي کې استعماليږي) ډوډۍ، کړکۍ
4. ئ زورکي داره يا ( په فعليه ځاي کې استعماليږي (خورئ، ليکئ)
5. ې اوږده يا اوږده تلفظ کيږي (شيدې، مستې)
6. ې کوچني يا لنډه تلفظ کيږي ساتې، پاتې
7. و څرګند واو دروند او څرګند ادا کيږي کچالو، تالو الو
8. و اوږد واو څه نا څه اوږد ويل کيږي ښارو، پيشو
9. و کوچني واو لنډ ويل کيږي لومړي، نومولي، ورشو
10. و نرم واو
11. ه لويه او څرګنده ه پياله، لښته کتابچه
12. هـ نرمه او کوچني هـ نيکه، پسه، تره
فنولوژي
د گرامر هغه برخه ده چي يواځي ارزښتناک غږونه تر څيړنې لاندې نيسي دا خو څرګنه خبره ده چي هر انسان کولاي شي بيشميره غږونه تر خولي اوباسي او همدا رنګه اواز و روسته له يو څه تمرين څخه په ډيري اسنانۍ ادا کړي.
هره ژبه يو محدود شمير اوازنو استمعال کړي که چيري د يوي خاصي ژبي اوازونه د هغوي رابطي او خصوصيات چي د هغي ژبي د اوازونو او غږونو سيستم منځ ته راولي تر څيړني او بحث لاندي ونيول شي دغه څيړه او بحث د فنولوژي په مضمون پوري اړه لري.
د ژبپوهني دغه موضوع يوه نوي او نازه موضوع ده چي د شلمي پيړي په پاي کې په دي برخه کې نوي علمي مطالعات وشول، ځکه پخوا داسي فکر کيده چي توري (حرف) د ژبي يا وينا بڼسټ دي، خو اوس دا ثابته شوه چې ژبه د انساني غږونو څخه ترکيب او جوړه شوي ده. همداغه انساني غږونه چې د يوي ژبي جوړونکي عناصر تشکيل وي فونيم بلل کيږي، که څه هم دغه غږيز واحد په يوازي توګه بيمعني دي، خو د کلمي په مينځ کې خپل مانيز نقش افاده کوي.
(فونيم څه ته وايې)
فونيم يا آواز د ژبي تر ټولو کوچني غږيز عنصر دي. چي په خپله کومه معني نلري. بلکه په مانيزو کلمو کي مانيز توپير(فرق) پيښوي. د مثال په توګه: ت په پښتو کي يو اواز دي چي يو لغات لکه (تور) يي له بل څخه (پور) توپير کړي دي.
(فونيم او ګرافيم)
ګرافيم د فونيم (آواز) ليکل شوي بڼه ته وايې يا په بل عبارت هغه د ليدو وړ رسم دي چي د يو اواز ښکارندوي کوي.
الفبا د هغو تورو دلي ته وايي چي د يوې ژبي د ټولو اوازونو کوي يا په بل عبارت د يوي ژبي د اوزونو رسم يا شکل افاده کوي چي په ليک کې تري کار اخيستل کيږي.
ټول اوازونه په خلورو ګرپونو ويشل کيږي.
I. الف: خپلواک
II. ب: نيم واک
III. ج: نيم واک
IV. د: غبرګ آوازونه
الف: خپلواک: هغه اوازونه دي چي د پيدا کيدو په وخت کي يې د صوتي جهاز غړي ټکر نه کوې، يا دا چي د ساه (نفس) هوا جريان که کوم بندښت يا تمښت سره نه مخامخ کيږي. پښتو خپلواک اوازونه (۷) دي يا لري. چي په لاندي ډول يې ځانګړتياوي دادي.
د ژبي د وئيز يا تلفظ که مخې.
ژبه د خپلواکو اوازونو د تلفظ په وخت کې د خولي په دننه کې دوه لور ته حرکت کوي. يو عادي حالت [ لاندي ژامي څخه د کومي (کام) لور ته] او بل د ژبي د بيخ له دريځ نه د خولي مخني برخي ته يا په بل وينا له ورستني دريځ څخه مخني دريځ ته چي بيا د مخه ډوله حرکتونه (۳) بڼي غوره کوي په دي ډول دي.
د ژبي ښتني، منځوال او پورتني دريځ:
کوم خپلواک چي د مينځ ته راتګ په وخت ئي ژبه کښتنې دريځ ولري کښتني خپلواک بلل کيږي لکه: الف ā ، زور a که ژبه منځوال دريځ ولري منځوال خپلواک ورته وايې،
پښتو ۷ خپلواک اوازونه |
I. کښتني: الف ā ، زور a
II. منځوال: اوږده ې e ، اوږد واو o ، زورکي Ə
III. پورتني: څرګند واو u ، څرګنده ي i
له ورستني نه مخه ته:
ورستي دريځ (موقيعت) مخني دريځ او منځوال يا مخني دريځ:
کوم خپلواک اوازونه چي د مينځ ته راتګ په وخت کې يې ژبه د ورستيي دريځ لري وروستي يا تياره خپلواک بلل کيږې يا اوازون دي... لکه:
ورستني: ā الف o اوږد واو u څرګنده واو
که ژبه منځيني دريځ ولري منځني خپلواک اوازونه دي:
منځني: Ə زورکي o اوږد واو
او که ژبه مخني دريځ ولري مخني خپلواک نومول کيږي لکه :
مخني: i څرګنده ي e اوږده ې
پښتو خپلواک اوازونه د تلفظ کولو په وخت کې سربيره د ژبي په دريځ شونډي هم راز راز بڼې غوره کوې چي ګرد او ناګرد حالت ورته وايې يا وايو په دي معني چي شونډي به ګرد حالت ولرِ هغه ته گرد خپلواک اوازونه وايې لکه اوږد واو (u) او څرګند واو (o) او شونډي د تلفظ په وخت کې ناګرد حالت ولري ناګرد خپلواک اوازونه دي لکه:
الف ā ، زور a اوږده ې e ، اوږد واو o ، زورکي Ə څرګند واو u ، څرګنده ي i
د لاندي ژامې د ټينګوالې او سست والې له مخي:-
ځني خپلواک اوازونه دي چي د تلفظ په وخت کې يې لاندنې ژامه ټينګ حالت غوره کوي دغه اوازونه ټينګ اوازونه دي لکه،
الف ā اوږده ې e ، اوږد واو o
ځني نور خپلواک اوازونه دي چي د تلفظ په وخت کې لاندني ژامه سست حالت ولري سست خپلواک اوازونه بلل کيږي. لکه:
زورکي Ə څرګند واو u ، څرګنده ي i زور a
نوټ: کله چي په ستوني کې د اواز په وخت کې کوم لرزښت پيدا شي هغه ته غږن اوازونه واي او کله چي په ستوني کې لرزښت نه وي هغه ته ناغږن اوازونه ويل کيږي.
ā | الف |
a | څرګنده ه يا زور |
Ə | زورکي |
e | اوږده ې |
i | څرګنده ي |
u | څرګنده واو |
o | اوږد واو |
د غږيز د تارونو ريږد له مخي
د مري په لوړو برخه کې د هنجري دواړه دننه ديوالونو ته څلور يا دوو جوړو عضلاتو ځاې چې نيولې دي چي له ډيرو ارتيجاعي او نريوو تارونو څخه جوړ شوي دي دغو تارونو ته غږيز تارونه وايې.
د غږونو د جوړيدو پر وخت د هنجري له تشنه د غږيزو تارونو څخه له منځه تيريږي.که ساه “هوا” د تيريدو پر وخت کې چې د غږيزو تارونه په کار ولويږي يعني موسقيت يا بنګهار پيدا کړي غږن اوازونه دي. او که چيري د ساه “هوا” تيريدو په وخت کې غږيز تارونه موسقيت يا بنګهار پيدا نکړي نا غږن اوازونه دي، پښتو خپلواک اوازونه ټول غږن دي.
معياري کره پښتو اوه (۷) خپلواک اوازونه لري چي دلته مونږ هر يوو د ژبي، شونډو، ژامي او غږيزو تارونو له اړخه (طرف) ترڅيړنې لاندې نيسوو.
1. څرګنده ه “a” زور
A. ښکتني (پايني) له وروستنه مخي ته (منځني) او ناګرد او سست حرف دي او په جملوو کې په هر ځاي کې استعماليږي، څه نا څه لنډ تلفظ کيږي او د کلمي (سر، مينځ او پاي) کې راځي او خپلواک اوزونه دي.
i. اکر akar
ii. پله pla
iii. کر kar
2. الف ā
A. کښتني ده روستني ده نا ګرد ده ټينګ ده خپلواک اواز دي اکثراْ د کلي په مينځ او په پاي کې راځي: لکه
i. څار (تعقيب کول) sār
ii. ورا (ناوي راوستونکي) worā
iii. آس (اسپ) sā
B. د فارسي او عربي کلمو په سرکې که الف وي په (زور) بدليږ لکه
i. استعاره په لغت کې امانت اخيستلوو ته وايې
1. صدا awāz
2. اميد arāzo
ii. او هغه لغات دي چي له بلې ژبي نه پښتو ته داخله شوي دي په ۳ ډوله دي.
1. مکمل لغات
2. معني د لغات
3. مکمل لغات د معني سره
3. زورکي يا کوچني (ه) Ə
A. منځوي ده، ناګرده ده، سست ده منځوال، مخني، ناګرد، سست اوازدي او چي بي د قندهاري لهجي څخه په نورو لحجو کې د کلمو په منځ او پاي کې راځي په سر او پاي کې لنډ او په منځ کې اوږد ادا کيږي: په سر کې لکه-
1. آباګنۍ Əbagany
2. مشر məŝər
3. کشر kəŝər
4. خوله xwlə
4. اوږده ې - e
A. منځوال، مخني، ناګرد، ټينګ، غږن، خپلواک اواز دي. د ده تلفظ دوه شکله لري په سر او مينځ اوږده او په پاي کې لږ څه لنډ راځي لکه:
1. ډير der
2. مستې məste
3. هېر heər د مونث نوم نښه ده د هر کلمي په اخر کې چې راغله هفه مونث نوم دي
5. څرګنده (ي)- i
A. پورتني، مخني، ناګرد، سست، غږن، خپلواک اواز دي د کلمي په سر مينځ او په پاي کې راځي.
1. خوړين xwrin
2. آزادي azzadi
3. ايران iran
6. اوږد واو – “o”
A. منځوال، ورستني، ګرد، ټينګ، غږن، خپلواک اواز دي څه نا څه اوږد وئيل کيږي او د کلمي په سر، مينځ او پاي د کلمي کې راځې ولي په سر کې ډير کم په نظر رسيږي. د جنسيت له مخي مونث دي...
1. اور (آتش) or
2. کور (خانه) kor
3. زانګو(ګهواره) zāngo
7. څرګند واو – (u)
A. پورتني، وروستني، ګرد، سست، غږن، خپلواک اواز دي د کلمي په سر، مينځ او په پاي کې راځي لکه
1. اوم (هفتم) um
2. زوم(داماد) zum
3. ټټو (اسپ پير) tatu
4. اوږد ogud
د پښتو خپلواک اوازونه – دخولي او تالو له مخني جوړښت
په خوله کې دننه د پښتو خپلواک څلو وزني په اساس جوړښت لري، ځني اوازونه د ستوني (حلق) خواته زيږون يا منځ ته راتګ لري چي o u ā چي تياره خپلواک ورته وييل کيږي يا د تالو د چت او ميانه کې جوړښت مومي. لکه a-ə او يا د شونډو خواته ميلان پيدا کوي چې مخني يا روښان خپلواک يې بولي چې هغه څرګنده يا اوږده (يا) ده (ي і، ې e)...
3. بي واک اوازونه......
a. هغه اوازونه دې چې د پيداکيدو په وخت کې يې جهاز غړي بشپړ يا نيمګړي ټکر کيږي يا دا چي د سا هوا جريان پوره يا نيمګړي تمښت (معطل بودن) او بندښت کوي چې په لاندې ډول ښودل کيږي...
4. تم بيواک اوازونه --- بندشي اوازونه
په پښتو ژبه کې له پور غږو (پ، ق) څخه پرته (۸) دي ( ب، پ، ث، ټ، د، ډ، ک، ګ)
په پښتو ژبه کې له پور غږو (پ، ق) څخه پرته (۸) دي ( ب، پ، ث، ټ، د، ډ، ک، ګ)
a. (ب) غبرګ شونډيز، غږن، تم بيواک اواز دي او سا حيزه بڼه نلري او سپک ادا کيږي، ب د پ غږنه بڼه ده يعني ب غږن او پ نا غږن ادا کيږي او د کلمي په سر، مينځ او پاي کې راځي لکه: بر bar بارbār بريت bret خوب xob
b. (پ) غبرګ شونډيز، ناغږن تم بيواک اواز دي او ساحيزه بڼه لري او څه نا څه پياوړې وئيل کيږيږ او د تلفظ په وخت کې کلمه پياوړي يا کمزوري وي، د کلمي په سر، مينځ او پاي کې راځي لکه
پور por، رپا rapā، چپ ĉap
پور por، رپا rapā، چپ ĉap
c. )د) ژبه غاښيږ، غږن، تم بيواک اواز دي، سپک يو څه وئيل کيږي ساحيزه بڼه نلري، په اصل کې د ت غږن ډول دي کله چي د کلمي په پائي کې راشي. (ت) پشان تلفظ کيږي او د کلمي په سر، مينځ او پاي کې راځي. لکه دادا dādā دود dod داو dām بادام bādām
d. )ت) t ژب غاښيز اواز دی ناغږن، تم بيواک اواز دی څه نا څه دروند ادا کيږي او ډيره سائيزه بڼه لري او د کلمي په سر، منځ او پاي کې را ځې. لکه
تار tar، توت tut، سيتار sitâr، بيلتون beltun
تار tar، توت tut، سيتار sitâr، بيلتون beltun
e. (ټ) ṭ ژب اورئيز، ناغږن، غبرګ ژبيز (ژبه څه راوغوڼديږی)، تم بيواک (بنديز) اواز دی يو څه سائيزه بڼه لري د تلفظ په وخت کې ژبه راغبرګيږي يا په بله وينا ژبه کړۍ کيږي او دژبي د سوکې لاندنۍ برخه له اوريو سره نښلي، او بيا په چټکۍ يو وار خوزون مومی له دی سببه ورته يو واريز رپنده غږ وايي د کلمو په سر، منځ او پاي کې راځي. لکه
ټال ṭāl لټون laṭon بوټ boṭ
ټال ṭāl لټون laṭon بوټ boṭ
f. (ړ) ḍ ژب اوريز، غږن، غبرګ زبيز تم بيواک اواز دی يو څه نا څه دروند ادا کيږي د تلفظ پّ وخت کې ژبه را غبرګيږي او د ژبې لاندنې برخه له پورته اوريو سره نښلي دي توري ته يو وار رپنده توري يا اواز دی، د کلمو په سر ، منځ او پای کې راځي. لکه
ډول ḍol بډه baḍa ډنډ ḍnḍ
ډول ḍol بډه baḍa ډنډ ḍnḍ
g. (ګ) g روستی تالوئيز (نرم تالوئيز) غږن، تم بيواک اواز دي سپک ادا کيږي او سائيزه بڼه لري (ګ) د (ک) غږن ډول دی چي په پای کې کټ مټ ( همرنګ، همانند) لکه ( ک ) ادا کيږي، د کلمي په سر، منځ او پای کې راځي. لکه
ګرم (ملامت) gram لرګی largay ګرام gerām
ګرم (ملامت) gram لرګی largay ګرام gerām
h. (ک) k روستی، ناغږن، تم بيواک اواز دی، دروند ادا کيږی، سائيزه بڼه لري د کلمي په سر، منځ او پای کې راځي.
کار kar کاکا kâkâ کلک kalak
کار kar کاکا kâkâ کلک kalak
5. مښن، يا مښلي ( احتکاکې اوازونه)
په پښتو کې له پور غږونو (ف، ع، ه) پرته ۹ دي ( س، ښ، ش، ز، ژ، ږ، ځ، غ، هـ)
په پښتو کې له پور غږونو (ف، ع، ه) پرته ۹ دي ( س، ښ، ش، ز، ژ، ږ، ځ، غ، هـ)
a. (س) s اوريز، ناغږن، مښلي، بيواک اواز دي د تلفظ په وخت کې اواز شپلي ته ورته دی، د ادا کولو په وخت کې يې، دژبې پا څنې برخه د ناوي شکل ځان ته غوره کوي، په دی شکل حساب صفيري يا ناويه ای اوازونه بولې- دکلمي په سر، مينځ او پاي کې راخي. لکه
سر sar سمسور samsor لاس lās
سر sar سمسور samsor لاس lās
No comments:
Post a Comment