Saturday, September 3, 2011

Pashto's First Ever Poetry


زه ېم زمری پر دې نړې له ما اتل نشته
په هند وسند وپرتخار او پر کابل نشته
بل په زابل نشته له ما اتل نشته

غشي د من مې ځي بريښنا په ميرڅنو باندې
په ژوبله يونم يرغالم پر تښتيدنو باندې
په ماتيدونو باندې  له ما اتل نشته

زما د بريو پر خولتاويږي هسک په نمنځ و په وياړ
د اس له سوو مې مځکه ريږدي غرونه کاندې لټار
کړم اېوادونه اوجاړ، له ما اتل نشته   

زما د تورې تر شپول لاندې دی هرات و جروم
غرج و باميان و تخار بولي نوم زما په اودوم
زه پيژندوی يم په روم، له ما اتل نشته

پر مروز ما غشي لوني ډاري دښن راڅخه
د هريواد رود پرڅنډو ځم تښتي پلن راڅخه
رپی زړن راڅخه، له ما اتل نشته

د زرنج سوبه مې د تورې په مخ سور وکړه
په بادارۍ مې لوړاوی د کول د سور وکړه
سترمې تربور وکړه، له ما اتل نشته

خپلو وګړو لره لور پېرزوينه کوم
دوی په ډاډينه ښه بامم ښه يې روزنه کوم
تل يې ودنه کوم، له ما اتل نشته

پرلويوغرو مې وينا درومي نه په ځنډو په ټال
نړۍ زما ده نوم مې بولي پر دريځ ستايوال
په ورځو شپو مياشتو کالو له ما اتل نشته
___________________________________________________

No comments:

Post a Comment